جمعه, ۰۴ ربیع الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۹/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
ټرمپ د شپږو دولتونو مشران د غزې د جګړې په اړه غونډې ته رابولي

خبر:

د یکشنبې په ماښام د اسرایلو ۱۲ چینل راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د سعودي، متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، اردن او ترکيې مشران د غزې د جګړې په تړاو یوې غونډې ته بللي دي. دغه عبراني چینل، د دوو باخبره سرچینو په حواله ویلي چې دا غونډه به سه شنبه ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وشي.

د دغو دواړو سرچینو په خبره؛ د دې غونډې او سپنې ماڼۍ ته د اسرایلو د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو د سفر او له ولسمشر ټرمپ سره د هغه د لیدنې ترمنځ یوازې څو ورځې واټن دی.

تبصره:

ایا دا خواشینۍ او تاسف خبره نه ده چې د امریکا ولسمشر د اسلامي خاورو حکام وربولي او هغوی یې هم اطاعت کوي؟! ایا د تاسف ځای نه دی چې دوی د مسلمانانو دښمن، ټرمپ ته په تمه کېږي چې په غزه کې د یهودي رژیم د جګړې په اړه بیړنۍ غونډه جوړه او دوی وروبولي؟! ایا د دوی ناسته او به د غزې د خلکو لپاره له لار ډېرې بدبختۍ پرته بله پایه ولري؟! که دوی غیرت درلودی، نو د غزې او د غزې د خلکو د ملاتړ او مرستې لپاره به یې حرکت کړی ی. که دی اسلام ته لږ اخلاص او وفاداري لرلی؛ نو د اسلام احکامو به دوی له دغه مرګوني خوبه پاڅولي وی چې ټول فلسطین ازاد کړي.

اې مسلمانانو: څو چې مو دا حکام پر سر دي او ستاسو پرېکړې او برخلیک د دوی په لاس کې وي، هېڅکله عزت او وقار نه شئ ترلاسه کولی؛ ځکه چې دوی د یهودو او امریکا لاسپوڅي دي. ځکه خو ستاسو پوځونه باید پخپله حرکت وکړي، د الله سبحانه و تعالی شریعت پلی کړي، او د الله په لار کې جهاد اعلان کړي. ځکه چې؛ له هغه وخته چې امت جهاد پرېښی، خوار او ذلیل شوي، خاورې یې اشغال شوې او د لومړنۍ قبلې غوندې مقدس ځایونه یې د یهودو چټلو لاسونو ته ورغلي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي: «مَا تَرَكَ قَوْمٌ الْجِهَادَ إِلَّا عَمَّهُمُ اللَّهُ بِالْعَذَابِ» ژباړه: «هېڅ قوم جهاد نه دی پرېښی، مګر دا چې د الله (تعالی) په عذاب اخته شوي». دغه راز ابو بكر صديق رضي الله عنه فرمايي: «هېڅ قوم جهاد نه دی پرېښی، مګر دا چې ذلیل او خوار شوي دي».

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

محمد سلیم – د فلسطین سپېڅلې خاوره

Last modified onپنج شنبه, 25 سپټمبر 2025

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې